د ښارجوړلو او ځمکو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني وايي، په پام کې لري، چې د هېواد په پنځو زونونو کې ۲۰۰ زره مسکوني کورونه جوړ کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي نعماني ملت ته د حساب ورکولو غونډه کې و ویل، چې د دغه کورونو د جوړېدو طرحه وروستۍ شوې ده.
په ورته وخت کې نوموړي دا هم ویلي، چې په ټول هېواد کې د ۵۴۰ بېلابېلو پروژو چارې روانې دي چې د ځینو کارونه یې د بشپړېدو په حال کې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د یادو پروژو له ډلې د ځینو کارونه د بشپړېدو په حال کې دي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
ښاغلي نعماني وايي، په دغو پروژو کې کلینیکونه، ښوونځي، پوهنتونونه، مدرسې او جوماتونه شامل دي.
بل خوا د ښارجوړونې سرپرست وزیر ویلي، چې د نوي حکومت له راتګ څخه تر اوسه څه باندې ۳۰۰۰ جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه ژغورل شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل