کابل ښار کې سوالګر راټولېږي او پر سوالګرۍ بندیز لګول کېږي

18 اسد 1401 ساعت 7:29

د افغانستان د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخندزاده ته په یوه منسوب شوي امر کې ویل شوي، چې په کابل ښار کې به ژر د سوالګرو پر را ټولولو او د هغوی د ستونزو پر حل کولو کار پیل شي.


د افغانستان د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخندزاده ته په یوه منسوب شوي امر کې ویل شوي، چې په کابل ښار کې به ژر د سوالګرو پر را ټولولو او د هغوی د ستونزو پر حل کولو کار پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبر د باختر خبري آژانس ورکړی او ویلي یې دي، چې کسبي خلک به بایومیټرک کېږي او له سرپرستانو به یې د سوال نه کولو ژمنه اخیستل کېږي.

په راپور کې ویل شوي، واقعي مسکینانو ته به د معاش زمینه او ماشومانو ته به یې د تعلیم زمینه برابریږي.

دا لا معلومه نه ده، چې څومره سوالګر به د اسلامي امارت له لوري په کومو شرايطو د مرستې مستحق وګڼل شي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو ارقام ښیي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۵ میلیونه خلک فقر ځپلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153160

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153160/

جمهور
  https://www.jomhornews.com