د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، په هېواد کې به خپلې نیمګړې پروژې ژر تره ژره پشپړې او دغه راز زرګونه هېوادوالو ته به کاري فرصتونه برابر کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دې ادارې ویاند عبدالسمیع دُرانی ویلي، د اوسپنې پټلۍ د نیمګړو پروژو د بشپړېدو لپاره جدي هڅې پیل شوې او په لنډ وخت کې به یې کارونه پیل شي.
نوموړي زیاته کړې، همدارنګه د دغې ادارې کارونه ټول د افغانانو له لوري ترسره کېږي او هڅه کوي، چې په دې برخه کې ګڼ شمېر افغانان ځوانانو ته د یو شمېر هېوادونو پر مټ مسلکي زده کړې ورکړي.
د اوسپنې پټلۍ ادارې ویاند دا هم ویلي، چې په تېرو کلونو کې به د ډېری پروژو عواید د بهرنیو کمپنو له لوري راټولېدل، خو اوس دغه چارې ټولې دوی په خپله ترسره کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل