شمالي وزیرستان کې ۱۰ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

18 اسد 1401 ساعت 7:45

د پاکستان پوځي چارواکو تایید کړې، چې له ډېورنډ کرښې سره نېږدې په یوه بمي چاودنه کې د دوی ۱۰ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د پاکستان پوځي چارواکو تایید کړې، چې له ډېورنډ کرښې سره نېږدې په یوه بمي چاودنه کې د دوی ۱۰ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پوځ یوه چارواکي رسنیو ته ویلي، چاودنه پرون دوشنبې د زمري ۱۷ مه د شمالي وزیرستان په سیمه کې شوې ده.

دغه چارواکي ویلي، د پوځ موټریز کاروان له میرانشاه څخه د بنو پر لور روان و، چې په لار کې چاودنه پرې شوې ده.

دې چارواکي زیاته کړې، چې په چاودنه کې درې پوځیان وژل شوي، درې پوځیان او څلور ملکي وګړي، چې په پوځي کاروان کې روان و، ټپيان شوي دي.

د دغه چاودنې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 153163

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153163/

جمهور
  https://www.jomhornews.com