ټي ټي پي:

د مشرانو وژنه کې مو آی اېس آی لاس لري، غچ یې اخلو

18 اسد 1401 ساعت 8:48

د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي په افغانستان کې د خپلو دریو جګپوړو غړو د وژل کېدو پخلی کړی خو وايي، دې کار کې د پاکستان استخبارات یا آی اېس آی لاس لري.


د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي په افغانستان کې د خپلو دریو جګپوړو غړو د وژل کېدو پخلی کړی خو وايي، دې کار کې د پاکستان استخبارات یا آی اېس آی لاس لري.

د جمهور آژانس خبر له مخې پاکستاني طالبانو او د پاکستان استخباراتي چاروکو تایید کړې، چې د ټي ټي پي یو جګپوړی مشر عبدالولي، چې په عمر خالد خراساني مشهور و وژل شوی دی.

سرچینې ویلي، عمر خالد خراساني له خپلو دریو همکارانو سره چې هغه هم لوړ پوړي غړي و، ډېورنډ کرښې ته څېرمه د پکتیا ولایت برمل ولسوالۍ کې په یوه ماین چاودنه کې وژل شوي دي.

د پاکستاني طالبانو یوه بل قوماندان احسان الله احسان په یوه ټوېټ کې د خراساني مړینه تایید کړې او ویلي یې دي چې نور هغه د دوی په منځ کې نه شته.

خراساني چې له ټي ټي پي جلا یې د جماعت الحرار په نوم ډله جوړه کړې وه، ملګروملتونو او متحدو ایالاتونو هغه یوه ترویستي ډله نومولې او د ده پر سر واشنګټن درې میلیون ډالره انعام ټاکلی و.

د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د عمرخراساني او د هغه د ملګرو وژل کېدو پخلی کړی او وايي، په دې کار کې د پاکستان استخبارات لاس لري.

د ټي ټي پي له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې پاکستاني استخبارات د دوی د مشرانو په وژلو کې لاس لري او تر څنګ یې د غچ اخیستلو خبر هم ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153165

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153165/

جمهور
  https://www.jomhornews.com