حقاني امنیتي ځواکونو ته! په ټول توان د بنسټیزې پروژې ساتنه وکړۍ

18 اسد 1401 ساعت 9:55

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني امنیتي ځواکونو ته جدي سپارښتنه کړې، چې له ټولو بنسټیزو پروژو جدي ساتنه وکړي.


د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني امنیتي ځواکونو ته جدي سپارښتنه کړې، چې له ټولو بنسټیزو پروژو جدي ساتنه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي حقاني دغه څرګندونې هلمند ته د خپل سفر په ترڅ کې د کجکي برېښنا بند د لیدنې پر مهال کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي حقاني له قوله ویلي، چې د بنسټيزو پروژو ساتنه او پالنه افغانستان د ځان بسياينې په لور بيايي.

په خبرپاڼه کې راغلي، سرپرست وزیر د دې لیدنې پر مهال امنيتي مسوولينو ته جدي سپارښتنه وکړه، چې په ټول توان ددې بنسټیزې پروژې ساتنه وکړي.

سرچینې زیاته کړې، حقاني د کجکي بند له تخنيکي مسوولينو او انجنيرانو سره هم وليدل، د هغوى د زیار او هڅو ستاينه يې وکړه او وې وهڅول چې د داسې ټولګټو پروژو په کار کې تر وروستي حده زيار وباسي.

نوموړي په ټينګار سره ویلي، د داسې بنسټيزو پروژو رغول او ساتل د افغانستان اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه دي او باور لري چې پر خپلو پښو درېدلو لپاره ترټولو غوره لار همدا ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153176

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153176/

جمهور
  https://www.jomhornews.com