د افغانستان مسلې د بایډن محبوبیت ډېر کم کړی

19 اسد 1401 ساعت 8:59

اسوشټېډ پرېس خبري آژانس وايي، د افغانستان مسئلې په امریکا کې د بایډن محبوبیت ته زیان رسولی دی.


اسوشټېډ پرېس خبري آژانس وايي، د افغانستان مسئلې په امریکا کې د بایډن محبوبیت ته زیان رسولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاته کړې، په لومړي سر کې چې بایډن واک ته ورسېد نو ځینو اقداماتو یې د هغه محبوبیت ډېر کړ.

خو له افغانستان تر وتلو وروسته او په دغه هېواد کې د تخلیې پر مهال بوږنوونکو پېښو د بایډن محبوبیت راټيټ کړی دی او په ټولو نظرپوښتنو کې یې بایللې ده.

په راپور کې ویل شوي، بایډن هڅه کوي خپل بایللی برم بېرته راژوندی کړي او ددې لپاره یې پراخې هڅې پيل کړې دي.

پر بایډن نیوکه ده چې له تحلیل پرته یې په بېړنۍ توګه له افغانستان امریکایي عسکر و ایستل او امریکا یې نړۍ ته بې باوره کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153207

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153207/

جمهور
  https://www.jomhornews.com