د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، حکومت له نړیوالې ټولنې سره ستراتېژیک بحث او تعامل ته تیار دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې مجاهد په تازه مرکه کې ویلي، نړیواله ټولنه په تېره امریکا په افغانستان کې د وضعیت د ترینګلتیا لپاره پلمې پلټي او د نوي حکومت د رسمیت اجازه نه ورکوي.
ښاغلي مجاهد ټینګار کړی، چې د دې ستونزې د حل لپاره یوازینۍ مناسبه لار خبرې او ستراتېژيک بحثونه دي او اسلامي امارت دې تعامل ته تیار دی.
د حکومت مرکزي ویاند زیاته کړې، اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې هغه غوښتنې منلی شي چې افغاني کلتور، دود او اسلامي حدود اجازه ورکړي.
مجاهد همدا راز د ظواهري وژل کېدل یو ځل بیا یوه تشه ادعا وبلله او په خبره یې امریکا د دوحې هوکړې پر بنسټ حق نه درلود چې پر افغان خاوره برید وکړي خو د خطر په صورت کې یې معلومات باید له افغان امنیتي اداراتو سره شریک کړي وای.
په ورته وخت کې ښاغلي مجاهد پر دې هم ټینګار کړی، چې د نجونو ښوونځي به ډېر ژر پرانیستل شي او د پرانیستلو لپاره یې جدي هڅې روانې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل