هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره د کار زمینه برابرېږي

19 اسد 1401 ساعت 10:24

د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د محلي کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ له لارې هغو افغانانو ته د کار زمینه برابروي چې بېرته دې هېواد ته ستنېږي.


د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د محلي کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ له لارې هغو افغانانو ته د کار زمینه برابروي چې بېرته دې هېواد ته ستنېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سازمان په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، هغه کسان چې بېرته هېواد ته ستنيږي د کار زمینه ورته برابروي.

د مهاجرت نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په داسې حال کې افغانستان ته له بېرته ستنېدونکو سره په ټولنه کې د بېرته جذبېدو په برخه کې ځینې مرستې کوي چې له دې هېواده د افغانانو د وتلو لړۍ روانه ده او هره ورځ په زرګونو کسان ګاونډیو هېوادونو په تېره ایران او پاکستان ته د وتلو تکل کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153217

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153217/

جمهور
  https://www.jomhornews.com