مقتي او د چین ځانګړي استازي پر ځینو مسایلو خبرې کړې دي

19 اسد 1401 ساعت 10:28

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي پاکستان، هند او ترکیې ته د خپلو سفرونو معلومات د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره شریک کړل.


د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي پاکستان، هند او ترکیې ته د خپلو سفرونو معلومات د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره شریک کړل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یوشیایونګ په کابل کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وکتل.

سرچینه زیاتوي، امیرخان متقي له چینايي لوري وغوښتل چې چین ته د افغانستان د صادراتو لپاره زمینه سازي وکړي.

د چین ځانګړي استازي ویلي، افغانستان سره پر دوو اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو کار کوي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، نوموړي په سیمه کې د خپلو وروستیو سفرونو په ترڅ کې د افغانستان په باب د لېوالتیا په اړه د بهرنیو چارو وزیر ته هر اړخیز معلومات ورکړل.

ښاغلي یوشیایونګ زیاته کړې، چې چین په پام کې لري، پر جلغوزو سربېره د افغانستان نورې وچې او تازه میوې چین ته ولېږدول شي او له دې لارې د افغانستان ملي اقتصاد سره مرسته وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153218

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153218/

جمهور
  https://www.jomhornews.com