د پاکستانی طالبانو تحریک:

افغان طالبان دې زموږ د یوه مشر د وژل کېدو په اړه جدي څېړنې وکړي

19 اسد 1401 ساعت 10:46

د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي د افغانستان له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې د دوی د یوه مشر د وژل کېدو په اړه جدي پلټنې وکړي.


د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي د افغانستان له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې د دوی د یوه مشر د وژل کېدو په اړه جدي پلټنې وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټي ټي پي په یوه اعلامیه کې د خپل مهم قوماندان عبدالولي مهمد چې په عمر خالد خراساني مشهور و په افغانستان کې د وژل کېدو رسمآ پخلی کړی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې پر خراساني د تېرې یکشنبې په ورځ د افغانستان د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې برید شوی او وژل شوی دی.
ویل کېږي په دغه بمي چاودنه کې د خراساني تر څنګ مفتي حسن او حافظ دولت خان هم وژل شوي دي.

ټي ټي پي په تازه اعلامیه کې له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې چې د دغې پېښې په اړه څېړنه وکړي او په خبره یې هغه جاسوسان په نښه کړي چې ممکن د دې تحریک د لوپوړو مشرانو د وژلو مسوول وي.

پرون دغه تحریک په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې د دوی د مشرانو په وژنه کې د پاکستان څارګره اداره یا ای اېس ای لاس لري او دوی به یې غچ واخلي.

افغان حکومت تر اوسه د ټي ټي پي غوښتنې ته غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې دوی د دغه پېښې په اړه څېړنه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 153220

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153220/

جمهور
  https://www.jomhornews.com