چارواکي:

د قوش تېپې کانال به تر وخت وړاندې بشپړ شي

19 اسد 1401 ساعت 10:54

په شمال کې د قوش تېپې کانال جوړولو د چارو مسوولین وایي، د دغې سترې پروژې کارونه په چټکۍ مخته ځي او هغه به تر ټاکلې نېټې مخکې بشپړ شي.


په شمال کې د قوش تېپې کانال جوړولو د چارو مسوولین وایي، د دغې سترې پروژې کارونه په چټکۍ مخته ځي او هغه به تر ټاکلې نېټې مخکې بشپړ شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادوې پروژې ولایتي مسوول انجنیر فرید عظیم ویلي، د قوش تېپې د اوبو لګولو د پروژې لګښت ۶۰ میلیارده افغانۍ اټکل شوی او هغه به د افغانستان د حکومت له ملي بودجې تمویلېږي.

نوموړي زیاته کړې، دغه پروژه د افغانستان لپاره حیاتي ده په بشپړېدو سره به یې افغانستان د غلې له اړخه پر ځان بسیا شي.

د قوش تېپې د اوبو لګولو دغه ستره پروژه چې د سروې چارې یې په ۲۰۱۸ کال کې پیل شوې وې، د امو له سیند څخه په کال کې ۱۰ میلیارده متر مکعبه اوبه رااخلي.

دغه کانال د ۲۸۰ کیلومتره په اوږدوالي، د ۱۰۰ متره په پلنوالي او ٨،٥ مترو په ژوروالي سره په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د شاوخوا ۵۰۰ زره هکټاره ځمکې د خړوبولو وړتيا لري.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 153221

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153221/

جمهور
  https://www.jomhornews.com