د ژغورنې نړیواله کمېټه:

اقتصادي انزوا ښايي افغانستان تر شل کلنې جګړې زیات وځپي

20 اسد 1401 ساعت 7:54

د ژغورنې نړیوالې کمېټې په یوه تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د افغانستان اقتصادي انزوا ښايي تر شل کلنې جګړې ډېر افغانان وځپي.


د ژغورنې نړیوالې کمېټې په یوه تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د افغانستان اقتصادي انزوا ښايي تر شل کلنې جګړې ډېر افغانان وځپي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کمېټې په اعلامیه کې پر افغانستان اقتصادي بندیزونه اندېښمنوونکي بللي دي.

سرچینه زیاتوي، سره له دې چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت لا له مخې خراب و، خو د امریکا بندیزونو او محدودیتونو د دغه هېواد اقتصاد ته لا ډېره ضربه رسولې ده.

په اعلامیه کې راغلي، د دغه بندیزونو له امله په افغانستان کې لوږه او بېوزلي پراخه شوې ده او د بېکارۍ کچه مخه په لوړېدو ده.

یادې کمېټه خبرداری ورکړی، که نړیواله ټولنه پر افغانستان خپل بندیزونه ختم نه کړي، نو ښایي دغه هېواد کې تر شل کلنې جګړې ډېر خلک د اقتصادي فشارونو او بېوزلۍ له امله زیانمن شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 153241

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153241/

جمهور
  https://www.jomhornews.com