امریکا له افغانستان سره ۱۵۰ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه

22 اسد 1401 ساعت 10:57

امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې له لارې افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د ۱۵۰ میلیونه ډالرو د مرستې اعلان کړی دی.


امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې له لارې افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د ۱۵۰ میلیونه ډالرو د مرستې اعلان کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه دارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ۸۰ میلیونه ډالر د ملګرو ملتونو د غذا او کرنې سازمان له لارې مرسته کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي، د دغې مرستې موخه د هغو افغانانو لاسنیوی کول دي چې له سخت غذایي کمښت سره مخ دي.

دغه راز د یو اېس ای اي ډي لخوا په یوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یا یونیسف له لارې د افغان نجونو او هلکانو د زده کړو په برخه کې د ۴۰ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی.

سرچینې زیاته کړې، دا تازه مرسته په داسې حال کې اعلان شوې چې په تېر مارچ میاشت کې د افغانستان سرپرست حکومت پر نجونو د ثانوي زده کړو دروازې وتړلې.

دغه راز یو اېس ای آي ډي په یوه بله خبرپاڼه کې د افغان ښځو د پیاوړتیا، ځواکمنتیا او د جندر مساوات په برخو کې یې د ۳۰ میلیونه ډالرو نوې مرسته یې اعلان کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153279

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153279/

جمهور
  https://www.jomhornews.com