امریکا: القاعده په افغانستان کې د منظمېدو جوګه نه ده

23 اسد 1401 ساعت 9:21

د امریکا استخباراتي ادارو ویلي، افغانستان کې د القاعده شبکې د بیا منظمېدو اندښنې بې ځایه دي او دغه شبکه د منظمېدو جوګه نه ده.


د امریکا استخباراتي ادارو ویلي، افغانستان کې د القاعده شبکې د بیا منظمېدو اندښنې بې ځایه دي او دغه شبکه د منظمېدو جوګه نه ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا استخباراتي اداراتو په خپلو تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي، په افغانستان کې د القاعده شبکې د بیا منظمېدو او یوځای کېدو خطر نشته دی.
 
دغه ادارې وایي سره له دې چې د القاعده شبکې مشر الظواهري په افغانستان کې ووژل شو خو هغه اندېښنې بېځایه دي چې ګواکي القاعده شبکه به په افغانستان کې بیا سره منظمه شي او پر امریکایي ګټو به برید وکړي.

کابل کې د ظواهري د وژلو تر ادعا وروسته ګڼو هېوادونو افغانستان کې د القاعده شبکې د موجودیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
 
خو افغان حکومت وایي دوی به هېچا ته اجازه ور نه کړي چې افغان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي او افغان لوری په دې برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153302

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153302/

جمهور
  https://www.jomhornews.com