د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ وايي، امریکا له افغانانو سره مرستې ته ژمنه ده او د دغه هېواد د بشري بحران د حل په برخه کې ټینګ هوډ لري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ویسټ تېره شپه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د افغانستان له خلکو سره د امریکا له خوا د ۱۵۰ میلیون ډالره مرستې اعلان به د غذایي موادو د ناامنۍ د له منځه وړلو، د افغان ماشومانو د زده کړو د دوام او د ښځو او نجونو د ځواکمنولو په چارو کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.
امریکا له افغانستان سره د دې مرستې خبر په داسې حال کې ورکوي چې د تېرکال په اګست کې د اسلامي له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د غذايي موادو د مصوونیت نه شتون او اقتصادي بحران د پراخېدو په حال کې دی او میلیونونه افغان ماشومان له تعلیم څخه بې برخې شوي دي.
امریکا که له یوې خوا افغانانو سره د مرستو ډاډ ورکوي، خو له بلې خوا یې د افغانستان شتمني کنګل کړې، چې افغانان یې له سختو کړاونو او ستونزو سره مخ کړي دي.
ډېری کورني او بهرني غبرګونونه دا دي، چې په افغانستان کې د اوسنی روان اقتصادي بحران او فقر اصلي لامل خپله امریکا ده.
جمهورخبري آژانس:کابل