‏د سوالګرو ټولولو بهیر پیل شو، پیل یې له کابل وکړ

23 اسد 1401 ساعت 10:05

د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده له فرمان سره سم په هېواد کې د سوالګرو ټولولو بهیر رسمآ د حکومتي چارواکو له خوا پیل شو.


د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده له فرمان سره سم په هېواد کې د سوالګرو ټولولو بهیر رسمآ د حکومتي چارواکو له خوا پیل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه بهیر پرون شنبې د زمري ۲۲ مه په رسمي ډول پیل شو، چې د پرانستې په مراسو کې یې ځینو چارواکو هم ګډون کړی وو.

د سوالګرو ټولو لړۍ له کابل څخه پیل شوه او د کورنیو چارو، کار او ټولینزو چارو وزارتونو او سرې میاشتې له خوا په ګډه راټولېږي.

ارګ وايي، د کابینې له منظورې شوې کړنلارې سره سم به سره میاشت د سوالګرو له بایمیتریک وروسته غیر حرفوي سوالګرو ته میاشتنی خرچ برابروي او د دوی د ماشومانو د زده کړو په برخه کې ونډه اخلي.

د ارګ خبرپاڼه وايي، دغه بهیر به له کابل وروسته نورو سترو ولایتونو ته هم وغځېږي، خو دا یې نه دي ویلي، چې د حرفوي سوالګرو برخلیک به څنګه کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 153310

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153310/

جمهور
  https://www.jomhornews.com