اسلامي امارت یوې پولیسې ته اعزازي رتبه ورکړه

23 اسد 1401 ساعت 11:06

افغان حکومت هغې مېرمنې ته چې څو ورځې مخکې په کابل کې پر یوه کور د عملیاتو پرمهال وژل شوې وه، اعزازي رتبه ورکړه.


افغان حکومت هغې مېرمنې ته چې څو ورځې مخکې په کابل کې پر یوه کور د عملیاتو پرمهال وژل شوې وه، اعزازي رتبه ورکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیوچارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د رووفې په نوم دې ښځې ته اعزازي رتبه ورکړې ده.

رووفه د کابل ښار د پولیسو په پنځمه حوزه کې سرتېرې وه او څو ورځې مخکې د کابل په جمال مېنې سیمه کې پر یوه کور د عملیاتو پرمهال ووژل شوه.

هغه کور چې عملیات پرې ترسره شوي، د خوارجو یا داعش ډلې مهمه ځاله وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153320

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153320/

جمهور
  https://www.jomhornews.com