۰
خلیلزاد:

د دوحې تړون پر بنسټ ولاړ ډېر کارونه لا هم نا بشپړ پاتې دي

سی شنبه ۲۵ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۴
د افغانستان لپاره د امریکا مخکني ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد ادعا کړې، چې د دوحې تړون په افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لامل شوی.
د دوحې تړون پر بنسټ ولاړ ډېر کارونه لا هم نا بشپړ پاتې دي
د افغانستان لپاره د امریکا مخکني ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد ادعا کړې، چې د دوحې تړون په افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لامل شوی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد له دغه تړون څخه دفاع کړې او ویلي یې دي دا یو تاریخي تړون و، چې د امریکا په سیاسیتونو کې بدلون او د افغانستان روان وضعیت ته په کتو تر سره شوی دی.

خو په وینا یې دغه تړون په بشپړه توګه اجرايي نشو او که په سمه توګه اجرا شوی وای له هغه وروسته پېښې به بل ډول مخکې تللې وای.

خلیلزاد ویلي، د دوحې تړون پر بنسټ ولاړ ډېر کارونه لا هم نا بشپړ پاتې دي.

خلیلزاد په دغو خبرو کې هغه تورونه رد کړي، چې ګواکې د افغانستان د هغه وخت حکومت او مهم شخصیتونه له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو له بهیره نا خبره ساتل شوي وو.

نوموړي زیاته کړې، چې د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني، د تېر حکومت د سولې عالي شورا رییس او نور ساسي شخصیتونه د دوحې مذاکراتو له ټولو پرمختګونو خبر وو.

خو له دې وړاندې مخکني افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه مرکه کې په ټینګار سره و ویل، چې د دوحې تړون یو ناورین وو.

ښاغلي غني پر خلیلزاد کلکې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د جمهوري نظام د سقوط ستر لامل خلیلزاد، عبدالله او ځینې نور سیاسیون وو.

د ښاغلي غني په وینا خلیلزاد سیاسیونو ته وعدې او ژمنې ورکړې وې، او په دې توګه یې ټول سیاسي قشر سره وېشلی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي