امریکا:

د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د لښګت پر لارو چارو غور کوو

26 اسد 1401 ساعت 9:21

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په پام کې نه لري، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده او د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان بانک ته وسپاري.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په پام کې نه لري، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده او د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان بانک ته وسپاري.

خو په وینا یې پر داسې لارو چارو غور کوي، چې له دغه پیسو د افغانستان خلک په مستقیم ډول ګټه پورته کړي.

دا څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس په واشنګټن کې یوې خبري کنفرانس کې کړې دي.

نوموړي ویلي«په اوس وخت کې موږ فکر نه کوو چې په لنډ مهال کې د افغانستان بانک پانګه زیاته شي.»

تر دې وړاندې امریکايي رسنیو د امریکايي چارواکو له قوله خبر ورکړ، چې نور نو د افغانستان د شتمنۍ آزادول د دوی په بحث کې نشته.

د تېر کال د اګست له میاشتې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، د افغانستان بانک شاوخوا اوه ملیارد ډالره شتمني د امریکا په بانکونو کې کنګل شوې ده.

د دغې شتمني نیمایي یعنې درې نیم ملیارد ډالره یې د امریکا د ولسمشر جو بایډن په امر، پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د تروریستي بریدونو د قربانیانو د کورنیو حقوقي دعواوو ته ځانګړې شوې ده.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 153408

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153408/

جمهور
  https://www.jomhornews.com