د افغانستان بانک نن ۱۱ میلیون ډالر لیلاموي

26 اسد 1401 ساعت 9:32

د افغانستان بانک وايي، په پام کې لري ۱۱ ميلیون امریکايي ډالره په ازاد بازار کې د داوطلبۍ په ډول لیلام کړي.


د افغانستان بانک وايي، په پام کې لري ۱۱ ميلیون امریکايي ډالره په ازاد بازار کې د داوطلبۍ په ډول لیلام کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه بانک پرون په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې دغه اندازه پیسې به نن چهارشنبې د زمري ۲۶ مه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د ثبات لپاره هره اوونۍ ډالر لیلاموي.

خلک وايي، که څه هم د افغانیو ارزښت یو څه ثابت پاتې شوی، خو په بازارونو کې د خوراکي او نورو ضروري توکو بیې خورا لوړې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153412

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153412/

جمهور
  https://www.jomhornews.com