روسیه:

د افغان حکومت چورلکې ښايي د اکراین ځواکونو لاس ته ورشي

26 اسد 1401 ساعت 11:22

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اندېښنه څرګنده کړې چې د افغانستان د مخکني حکومت سل چورلکې او جنګي الوتکې ښايي د اوکرایني ځواکونو لاس ته ورشي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اندېښنه څرګنده کړې چې د افغانستان د مخکني حکومت سل چورلکې او جنګي الوتکې ښايي د اوکرایني ځواکونو لاس ته ورشي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې د افغانستان د مخکني حکومت د سقوط پرمهال د دغه هېواد د هوايي ځواک لسګونه چورلکې او الوتکې تاجکستان او ازبکستان ته بېول شوي دي.

نوموړی زیاتوي، د افغان هوايي ځواک پيلوټانو نږدې ۶۰ الوتکې او چورلکې تاجکستان او دغه راز ۴۰ یا ۵۰ چورلکې او الوتکې ازبکستان ته لیږدول شوي دي.

بل خوا کابلوف دا ادعا هم کړې، چې د مخکني افغان پوځ یو شمېر ځانګړي ځواکونه په اوکراین کې د روسیې پر ضد جګړه کې برخه اخیستې ده.

نوموړي زیاته کړې، د مخکنیو ځانګړو افغان ځواکونو ځینې سرتېري له داعش سره هم یو ځای شوي او سوریه او عراق کې جګړه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 153423

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153423/

جمهور
  https://www.jomhornews.com