دفاع وزارت: مولوي مهدي مو و واژه

26 اسد 1401 ساعت 12:04

د افغانستان د اسلامي امارت دفاع وزارت وايي، د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ کې د دوى پر وړاندې د مخالفې وسله والې ډلې مشر مولوي مهدي يې وژلى دي.


د افغانستان د اسلامي امارت دفاع وزارت وايي، د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ کې د دوى پر وړاندې د مخالفې وسله والې ډلې مشر مولوي مهدي يې وژلى دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د زمري ۲۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، مولوي مهدي یې د هرات ولایت اړوند سرحدي سیمه کې چې د دوی په وینا غوښتل یې ایران ته «وتښتي» وژلی دی.
 
سرچینې زیاته کړې د سرپل ولایت په بلخاب کې د اسلامي امارت په خلاف، مهدي نومی له بغاوت وروسته له څو تنو ملګرو سره غرونو ته تښتیدلی و او غوښتل يې چې ایران ته تېښته وکړي.
 
خو په وینا یې د کشف او استخباراتو سرحدي ځواکونو له خوا د هرات او ایران ترمنځ په سرحدي سیمه کې په نښه او د خپلو اعمالو په سزا ورسېد.
 
مولوي مهدي د طالبانو له پخوانیو قوماندانانو څخه و، په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کېدو وروسته مولوي مهدي د طالبانو لخوا د بامیانو ولایت د استخباراتو د عمومي رئیس په توګه ټاکل شوی و.
 
خو تر څه مودې وروسته له یادې دندې څخه لري کړای شو خو د هغه د لري کېدو ښکاره دلیل تر دا مهاله نه دی معلوم شوی.
 
مهدي له دندې څخه تر لري کېدو وروسته خپل پلرني ټاټوبي د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ ته ولاړ او له هغه ځایه یې د طالبانو له حکومت سره خپل مخالفت اعلان کړ.

د مخالفت له اعلان وروسته د اسلامي امارت د ځواکونو او مولوي مهدي تر منځ سختې نښتې هم وشوې، چې پایله کې یې هغه سیمې وتښتېده او غرونو ته وختو.
 
د مولوي مهدي پلویانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153427

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153427/

جمهور
  https://www.jomhornews.com