چين: امريکا د افغانستان د بيارغونې مسئوله ده

26 اسد 1401 ساعت 13:40

د افغانستان لپاره د چين د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي يو شياو یونګ وايي، هېواد يې او د افغانستان نور ګاونډي هېوادونه د دغه هېواد سولې او بيارغونې ته ډېره پاملرنه کوي.


د افغانستان لپاره د چين د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي يو شياو یونګ وايي، هېواد يې او د افغانستان نور ګاونډي هېوادونه د دغه هېواد سولې او بيارغونې ته ډېره پاملرنه کوي.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي یونګ ویلي چين او افغانستان پر دې اند دي، چې امريکا د افغانستان د اوسنيو ستونزو عمده مسئوليت لري.
نوموړي پر امريکا غږ کړی، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او پر دغه هېواد يواړخيز بنديزونه او ناسم محدوديتونه دې لغوه کړي.
 
يو شياو يونګ ويلي، د امريکا او ناټو تېر شل کلن اشغال افغانستان ته ډېرې ستونزې او زيانونه رسولي او امریکا يې د افغانستان د اوسنيو ټولو ستونزو او بحرانونو سرچينه بللې ده
 
نوموړي له امريکې غوښتي، چې د افغانستان د بيارغونې عمده مسئوليت پر غاړه واخلي او پر واشنګټن يې غږ کړی، چې د افغانانو شتمني خوشې کړي او پر دغه هېواد يواړخيز بنديزونه او محدوديتونونه پای ته ورسوي، څو افغانستان له نړيوالې ټولنې او ګاونډيو هېوادونو څخه زیاتې مرستې ترلاسه کړي.
 
د چین استازي ویلي، له افغانستان څخه د تازه سفر په موده کې يې له افغان لنډمهاله حکومت څخه د اړينو مرستو معلومات ترلاسه کړي او چين به له افغانستان سره د اړتياوو له مخې مرستې وکړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153435

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153435/

جمهور
  https://www.jomhornews.com