۰

کابل کې په جومات کې چاودنه، لسګونه کسان شهیدان او ټپیان دي

پنجشنبه ۲۷ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۲
بېلا بېلو سرچینو او امنیتي چارواکو تایید کړې، چې د کابل ښار په یوه جومات کې د شوې چاودنې له امله لسګونه لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کابل کې په جومات کې چاودنه، لسګونه کسان شهیدان او ټپیان دي
بېلا بېلو سرچینو او امنیتي چارواکو تایید کړې، چې د کابل ښار په یوه جومات کې د شوې چاودنې له امله لسګونه لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون چهارشنبې د زمري ۲۶ مه د کابل ښار د خیرخانې سیمې په صدیقیه جومات کې د ماښام د لمانځ پر مهال شوې ده.

تر اوسه د امنیتي چارواکو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ورکړی، خو نورې سرچینې ارقام مختلف ښيي.
 
د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پرته له دې چې جزیات ورکړي ویلي، د دغه ډول جنایتو او ملکي خلکو قاتلین به ډېر ژر ونیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

په ورته وخت کې سوشېټډپرس آژانس راپور ورکړي، چې په دغه چاودنه کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

خو الجزیرې شبکې بیا د امنیتي طالب چارواکي له قوله ویلي، چې په دغه چاودنه کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپيان دي.

کابل کې ایمرجنسي روغتون ویلي، د پېښې له ځایه دوی ته ۲۷ ټپیان وروړل شوي، چې پنځه په کې ماشومان دي.
 
ویل کېږي، چاودنه هغه مهال شوې، چې خلک د ماښام پر جماعت ولاړ و.

د سیمې یوه اوسېدونکي ویلي، په دغه چاودنه کې د یاد مسجد ملا امام مولوي امیر محمد کابلي هم وژل شوی دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي