د روغتیا نړیواله اداره وایي افغانستان د روغتیایي کارکوونکو له کمښت سره مخ دی او باید له دغه هېواد سره مرستې ډېرې شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روغتیا نړیوالې ادارې په خپل یوه راپور کې ټینګار کړی چې باید له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې مرستې ډېرې شي.
سرچینې زیاته کړې، دمګړی افغانستان د اقتصادي فشارونو، وچکالۍ، کرونا وبا، اقتصادي ستونزو او نړیوالو مرستو د کمښت له امله په روغتیايي برخه کې له سترو ستونزو سره مخ دی او د نړیوالو په مرسته باید دغه ستونزې حل کړل شي.
دغه اداره زیاتوي، افغانستان د مسلکي روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ دی او تر څنګ یې په روغتیایي مرکزونو کې د تجهیزاتو او درملو کمښت هم هغه ستونزه ده چې افغانان ځوروي.
جمهورخبري آژانس:کابل