د نړیوال امنیت کنفرانس: د افغانستان امنیت د ټولې سیمې لپاره مهم دی

27 اسد 1401 ساعت 9:50

د شانګهای سازمان غړو هېوادونو د نړیوال امنیت کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې د سیمې د ثبات لپاره د افغانستان امنیت مهم دی.


د شانګهای سازمان غړو هېوادونو د نړیوال امنیت کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې د سیمې د ثبات لپاره د افغانستان امنیت مهم دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه سازمان مشر د سیمې له هېوادونو غوښتي چې له افغانستان سره د ثبات او امنیت په راتګ کې همکاري وکړي.

د چین د دفاع وزیر په دغه غونډه کې ویلي، دوی له نړیوالې ټولنې سره افغانستان ته د ثبات په راتګ او په سیمه کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې همکاري کوي.

په ورته وخت کې د روسیې دفاع وزیر هم ویلي، د افغانستان ثبات د سیمې لپاره مهم دی او د پاکستان، روسیې، ایران او ځينو نورو هېوادونو همکاري کولی شي چې په سیمه کې وضعیت کنټرول کړي.

روسیه وایي له افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د مرکزي او جنوبي آسیا په اړه پراخې اندېښنې موجودې دي چې د له منځه وړلو لپاره یې د سیمې د هېوادونو همکاري مهمه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153452

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153452/

جمهور
  https://www.jomhornews.com