۰
راین کراکر:

افغانستان کې د امریکا د ماتې لامل پراخ اداري فساد وو

پنجشنبه ۲۷ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۶
په افغانستان کې د امریکا یوه پخواني سفیر راین کراکر وايي، په افغانستان کې یې د ماتې ستر لامل اداري فساد و.
افغانستان کې د امریکا د ماتې لامل پراخ اداري فساد وو
په افغانستان کې د امریکا یوه پخواني سفیر راین کراکر وايي، په افغانستان کې یې د ماتې ستر لامل اداري فساد و.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کراکر سیګار ته ویلي، افغانستان کې د امریکا د ماتې لامل وسله والې ډلې نه بلکې پراخ اداري فساد و.

نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې اداري فساد خورا سیستماتیک او پراخ و او له منځه وړل یې آسانه خبره نه وه.

کراکر وایي همدې اداري فساد نړیواله ټولنه په افغانستان کې له ماتې سره مخ کړه.

دی زیاتوي چې د بیا رغونې له کارونو سره اداري فساد نور هم پراخ شو، افغان چارواکي مفسد و، بیا رغنیزې چارې نمایشي او له فساد ډکې وې، چې زرګونه خلک یې د حکومت پر ضد د وسلو اخیستو ته مجبوره کړل.

کراکر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ پخپله امریکا او ملګري یې په افغانستان کې د میلیارد ډالري اداري فساد لامل او ترسره کوونکي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي