د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت په ملاتړ نن پنشنبې د زمري ۲۷ مه د کندهار په تاریخي ښار کې یوه ستره غونډه جوړېدونکې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونډې ته زرګونه قومي مشران، دیني عالمان، طالب چارواکي، ځینې پخواني چارواکي او فرهنګیان وربلل شوي دي.
ویل کېږي د غونډې د ګډونوالو شمېر به زرګونه تنه وي او په کې به د افغانستان د عمومي مسائلو په اړه په کې خبرې اترې او بحثونه وشي.
که څه هم د دغه غونډې د جوړېدو او اجنډا په اړه کره جزیات نه دي ورکړل شوي، خو ځینې طالب چارواکي وايي، ښايي یوه تر ټولو مهمه موضوع یې هم له شپږم پورته د نجونو د زده کړو په اړه وي.
د طالبانو حکومت په ملاتړ ياده غونډه داسي مهال جوړيږي چې د يو کال په تيرېدو سره د هغوى حکومت په رسميت نه دى پيژندل شوی.
ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار حقوق ورکول، ټول شموله حکومت جوړول او له تروريستي ډلو سره اړيکې قطعه کول د نړيوالې ټولنې لخوا د طالبانو حکومت په رسميت پيژندلو له اساسي شرطونو څخه دي.
جمهورخبري آژانس:کابل