خلکو ته د امربالمعروف وزارت خبرداری:د لمانځ پر مهال جوماتونو ته حاضر شۍ!

31 اسد 1401 ساعت 10:09

د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د کابل ښار د اوومې حوزې اوسېدونکو ته جدي خبرداری ورکړی چې د لمانځه لپاره جوماتونو ته حاضر شي.


د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د کابل ښار د اوومې حوزې اوسېدونکو ته جدي خبرداری ورکړی چې د لمانځه لپاره جوماتونو ته حاضر شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې، چې ۵ مادې لري، ویلي، د جمعو په ورځو دې ټول دوکانداران خپل دوکانونه د غرمې په دولس نیمو بجو بند کړي او جومات ته حاضر شي.

په خبرپاڼه کې دوکاندارانو ته امر شوی، چې پنځه وخته لمونځونه په جماعت وکړي او د لمانځه پر مهال دوکانونه بند کړي.

د خبرپاڼې په درېیمه ماده کې ویل شوي چې مقتدیانو ته باید په جومات کې د لمانځه فرایض او واجبات بیان شي او د لمانځه سم تلفظ وښودل شي.

د امر بالمعروف وزارت په عین حال کې خبرداری ورکړی چې که چا دا اوامر ونه منل قانوني چلند به ورسره کېږي او څوک به د شکایت حق هم نه ‌لري.

خو د دغه وزارت وياند عاکف مهاجر وايي، دوکاندارانو ته یوازې توصیه شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153565

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153565/

جمهور
  https://www.jomhornews.com