ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلېی او سریلانکا د ملي لوبډلې تر منځ د اسیا جام سیالیو د څلور غوره لوبډلو لومړۍ لوبه تر سره شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبه نن شنبې د وږي ۱۲ مه د افغانستان په وخت د ماښام ۶:۳۰ بجې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې تر سره کېدونکې ده.
دا د اسیا جام ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو دویم یا د څلور غوره لوبډلو پړاو دي، چې لوبې یې د هر ټیم لپاره خورا مهمې دي.
افغانستان په لومړي پړاو لوبو کې سریلانکا ته بې سارې ماته ورکړې وه، او که نن هم ماته ورکړي، پاینل ته یې لار اسانه کېږي.
د اسیا جام دویم پړاو سیالیو کې څلور لوبډلې افغانستان، سریلانکا، هند او پاکستان شامل دي.
افغانستان له سریلانکا وروسته د راتلونکې سه شنبې په ورځ له هند او د پنشنبې په ورځ له پاکستان سره لوبه لري.
افغان لوبډله وايي، دوی د دغه سیالیو لپاره پوره چمتوالی نیولی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل