هلمند: په یوه مدرسه کې چاودنې څلور زده کوونکي وژل شوي

13 سنبله 1401 ساعت 9:26

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې په یوه مدرسه کې چاودنه شوې او ۷ زده کوونکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې په یوه مدرسه کې چاودنه شوې او ۷ زده کوونکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

ځايي چارواکي وايي، ماشومو زده کوونکو ناچاودې مرمۍ پیدا کړې وه او لوبې یې پرې کولې، چې چاودنه پرې شوې ده.

د دوی په وینا په دغه چاودنه کې څلور زده کوونکي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، په وژل شویو کسانو کې دوه نجونې شاملې دي او تپیان ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 153957

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153957/

جمهور
  https://www.jomhornews.com