د کرکټ آسیا جام سیالۍ، افغانستان نن له پاکستان سره لوبه لري

16 سنبله 1401 ساعت 7:35

د آسیا جام کرکټ سیالیو د څلور غوره لوبډلو لړۍ کې افغانستان نن خپله دویمه لوبه له پاکستان سره لري.


د آسیا جام کرکټ سیالیو د څلور غوره لوبډلو لړۍ کې افغانستان نن خپله دویمه لوبه له پاکستان سره لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لوبه نن چهارشنبې د وږي ۱۶ مه د افغانستان په وخت ۶:۳۰ او د پاکستان په وخت ۷:۰۰ د متحده عربي امارت شارجه لوبغالي کې تر سره کېدونکې ده.

افغان لوبډله له تېرو دریو ورځو راهیسې د لوبې لپاره په تمرینونو بوخت ده وايي، د لوبې لپاره پوره چمتوالی لري او د یوه نوي پلان سره به میدان ته کوزې.

افغانستان تر دې وړاندې په همدې لړۍ کې خپله لومړۍ لوبه سریلانکا ته وبایلله، خو په لومړۍ لرۍ کې یې بیا همدا سریلانکا او بنګله دېش مات کړي و.

که افغانستان نن وتوانېږي، چې پاکستان مات کړي نو پایلوبې ته یې د ورتګ چانس ډېر دی.

د دغه لړۍ پایلوبې ته سریلانکا له وړاندې وتلې، ځکه پرون ماښام یې هند لوبډلې ته ماته ورکړه.

باید و ویل شي، چې افغانستان سبا له هند سره لوبه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 154083

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154083/

جمهور
  https://www.jomhornews.com