۰

افغان حکومت د قرغزستان او تاجکستان تر منځ نښته خواشني ښودلې

یکشنبه ۲۷ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۳
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د قرغزستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي نښتې د اندېښنې وړ بولي او پر اوښتو تلفاتو خپله خواشيني څرګندوي.
افغان حکومت د قرغزستان او تاجکستان تر منځ نښته خواشني ښودلې
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د قرغزستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي نښتې د اندېښنې وړ بولي او پر اوښتو تلفاتو خپله خواشيني څرګندوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دغو نښتو دواړو غاړو ملکيانو ته هم ستونزې راولاړې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، په ځانګړې توګه د قرغزستان لوري ته زرګونه ملکيان کډې کولو ته اړ شوي دي.

دی وايي، ملکي تلفات او د ملکيانو بې‌ځايه کېدل د خواشینۍ وړ دي.

دی وايي، اسلامي امارت پر دواړو لوریو غږ کوي چې سرحدي ستونزې د مذاکراتو او تفاهم له لاري حل کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نښتو دوام د ټولې سيمې پر امنيت او ثبات منفي اغېز لرلای شي.

سرچینې زیاته کړې، د پولې دواړو غاړو ولسونه بايد قرباني نه شي او یا بې‌ځايه کېدو ته اړ نه وېستل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي