ګوترېش: طالبان باید له ځنډ پرته د نجونو ښووني پرانیزي

29 سنبله 1401 ساعت 11:25

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش د اسلامي امارت په چارواکو یو ځل بیا غږ کړی چې له ځنډ پرته دې د نجونو ښوونځي پرانېزي.


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش د اسلامي امارت په چارواکو یو ځل بیا غږ کړی چې له ځنډ پرته دې د نجونو ښوونځي پرانېزي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو له خوا د پوهنیز تحول په سرمشریزه کې ټینګار وشو چې د افغان نجونو ښوونځي باید پرانیستل شي.

ګوترېش وویل«پر طالبانو غږ کوو چې ژر تر ژره د متوسطې او لېسې دورې باندې ټول بندیزونه لرې کړۍ.»

نوموړي ویلي، د نجونو تعلیم د سولې، امنیت، او پایدارې پراختیا لپاره اساسي ګام دی.

د یادونې ده، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو څه باندې یو نیم میلیون هغه نجونې چې په متوسطې او لیسې دورو کې یې درسونه ویل له زده کړو محرومه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154501

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154501/

جمهور
  https://www.jomhornews.com