د وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۴۱ مېلیونه افغانیو په لګښت د درېیو ټولګټو پروژو د جوړولو چارې پیل شوې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغو پروژو کې د پاکو اوبو رسونې شبکه، استنادي دیوالونه او په بېلابېلو برخو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه شامل دي.
د یادو پروژو د پلې کولو چارو مشر نصیراحمد رشیدي ویلي، د چک ولسوالۍ په ګلی، محمد داد او لوړ خلیلي سیمو کې ٥٦٧ متره استنادي دیوال جوړېږي.
نوموړي زیاته کړې، د یادې ولسوالۍ په کنجغتو سیمه کې د پاکو اوبو رسونې یوه شبکه هم جوړېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل