۰

په کابینه او ځینو مهمو اداراتو کې تبدیلی او نوې ګمارنې راغلې دي

چهارشنبه ۳۰ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۴۳
افغان حکومت په کابینه او ځینو نورو مهمو اداراتو کې تغیر او تبدیل او نوې ګمارنې کړې، چې تر ټولو مهم یې د پوهنې وزارت د سرپرست لرې کېدل او پر ځای یې نوی وزیر ټاکل دي.
په کابینه او ځینو مهمو اداراتو کې تبدیلی او نوې ګمارنې راغلې دي
افغان حکومت په کابینه او ځینو نورو مهمو اداراتو کې تغیر او تبدیل او نوې ګمارنې کړې، چې تر ټولو مهم یې د پوهنې وزارت د سرپرست لرې کېدل او پر ځای یې نوی وزیر ټاکل دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ټاکنې د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده د حکم پر اساس شوي دي.

په دغه ګمارنو کې د کندهار د علماوو شورا مخکنی رییس مولوي حبیب الله آغا د پوهنې وزارت د سرپرست او د پوهنې وزارت سرپرست مولوي نورالله منیر د مرکزي دارالافتاء د لوی ریاست د رئیس په توګه ټاکل شوي دي.

د مرکزي دار الافتاء لوی ریاست مخکنی رئیس شیخ مولوي ملوک شاه د کندهار ولایت د علماوو شوری د رئیس په توګه.

د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ مخکنی معین مولوي فیض الله جمال د یاد وزارت د تامیناتي چارو د معین په توګه او د تامیناتي چارو مخکنی معین مولوي محمد محسن هاشمي د پنجشیر ولایت د والي په توګه.

د پنجشیر ولایت مخکنی والي ملا محمد شعیب اخند د لوګر ولایت د والي په توګه او د لوګر ولایت مخکنی والي مولوي عنایت الله شجاع د همدې ولایت د مرستیال په توګه.

د سیاسي دفتر مخکنی غړی مولوي ضیاء الرحمن مدني؛ د تخار ولایت د والي په توګه د تخار ولایت مخکنی والي قاري محمد اسماعیل راسخ د جوزجان ولایت د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوی.

د لغمان ولایت مخکنی امنیه قومندان مولوي فیصل مختار د نورستان ولایت د مرستیال په توګه، مخدوم عالم د غزني ولایت د امنیه قومندان په توګه،  مولوي نجیب الله بدخشي د لغمان ولایت د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوي دي.

دغه راز د کندهار ښار د اوومي امنیتي حوزې مخکنی آمر مولوي نور الباقي احمد د سپین بولدک د کمېسار په توګه ټاکل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي