۰

د جعلکارۍ د مخنیوي په موخه د معلولینو وارثان بایومټریک کېږي

چهارشنبه ۳۰ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۸
د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال د دې ترڅنګ چې د معلولينو او د شهيدانو وارثانو د بایومیټریک بهیر د پیلولو خبر ورکوي.
د جعلکارۍ د مخنیوي په موخه د معلولینو وارثان بایومټریک کېږي
د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال د دې ترڅنګ چې د معلولينو او د شهيدانو وارثانو د بایومیټریک بهیر د پیلولو خبر ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت له يونيسف ادارې څخه یې غوښتي چې د مصنوعي غړو د جوړولو او د شهيدانو وارثانو ته د خدماتو په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د دغه وزارت تخنيکي او مسلكي مرستيال مولوي عبدالرزاق اخند د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا يونيسف د ټولنیز خوندیتوب برخی له رييس سټنلي كواويا سره کتلي او پر بېلابېلو موضوعاتو يې خبرې کړې دي.

سرچينه ليکي، عبدالرزاق د وزارت په ډېټابېس کې د معلولينو او د شهيدانو وارثانو د تثبيت يادونه وکړه او ویې ویل، دغه وزارت په پام کې لري چې د جعلکارۍ د مخنیوي لپاره د مرکز په ګډون د هېواد په لسو ولایتونو کې د بایومیټریک سیستم فعال کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي