۰

کابل کې چاودنه، یو شمېر کسان ټپیان شوي دي

چهارشنبه ۳۰ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۱۳
امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د شوې چاودنې له امله یو شمېر کسان ټپیان شوي، خو کره شمېره یې نه ده په ګوته کړې.
کابل کې چاودنه، یو شمېر کسان ټپیان شوي دي
امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د شوې چاودنې له امله یو شمېر کسان ټپیان شوي، خو کره شمېره یې نه ده په ګوته کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د وږي ۳۰ مه د کابل ښار د دريمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د برېښنا شرکت سره کوڅه کې په یوه هوټل کې شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، چاودنه په رستورانت کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله شوې ده.

دی وايي، په دغه چاودنه کې یو شمېر کسان ټپیان شوي، خو بشپړ معلومات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

په سیمه کې ځینو عیني شاهدانو هم ویلي، چې چاودنه په رستورانټ کې د ګاز ډبې له امله شوې، چې یو شمېر کسان په کې سوځېدلي وو.

د عیني شاهدانو په وینا د پېښې ټپیان د یو شمېر کسانو له خوا په موټرونو کې روغتونونو ته ولېږدول شول.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي