۰

پاکستان خپله پړه پر افغانستان اچولې، وايي، د ترهګرو ډلې دې هېواد کې دي

شنبی ۲ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۰۳
په داسې حال کې، چې پاکستان په نړۍ کې د ترهګرو په پټنځای او روزنځای مشهور دی، تازه د دغه هېواد چارواکو ادعا کړې، چې افغانستان کې ترهګرې ډلې شتون لري.
پاکستان خپله پړه پر افغانستان اچولې، وايي، د ترهګرو ډلې دې هېواد کې دي
په داسې حال کې، چې پاکستان په نړۍ کې د ترهګرو په پټنځای او روزنځای مشهور دی، تازه د دغه هېواد چارواکو ادعا کړې، چې افغانستان کې ترهګرې ډلې شتون لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو په ۷۷ مه عمومي غونده کې د وینا پر مهال کړې او ویلي یې دي، چې دوی په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتون څخه په اندېښنه کې دي.

شهباز شریف زیاته کړې، افغانستان اوس له نویو ننګونو سره مخ دی، ۳۰ میلیونه خلک له اقتصادي بحران سره مخ دي او بانکي سیسټم يې خراب شوی دی.

دی وايي، پاکستان داسې یو افغانستان غواړي چې هلته سوله وي او ټولو ته له جنډر، قوم او مذهب پرته حقوق ورکړل شي.

د نوموړي په وینا، هغوی په افغانستان کې د ښځو حقوقو او نجونو ته دزده کړې پلوي دي، خو په دې بهانه دې افغانستان باید منزوي نه شي.

د پاکستان لومړي وزیر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغانستان سره د بشري مرستو په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ۴،۲ میلیارده ډالرو غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي.

دغه راز هغه د افغانستان د کنګل شویو زیرمو د خوشې کولو غوښتنه هم وکړه، چې د ده په وینا، ورسره به د افغانستان بانکي سیسټم بېرته فعاله شي.

د پاکستان لومړي ټینګار کړی، چې هېواد یې له نړیوالې ټولنې سره یو ځای له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د ګواښونو په اړه اندېښنه لري.

پاکستان پر داسې مهال افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او ورڅخه د اندېښنې ادعا کوي، چې اسلامي امارت په وار وار ویلي، دوی هېڅ ډلې ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه ورکوي او نه به هم افغان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکارول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي