د جرمني پارلمان له افغانستان څخه په ۲۰۲۱ کال کې د وتلو د عملیاتو په اړه څېړنه پیل کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرمني رسنیو ویلي، د دغه هېواد یوه پارلماني کمېټه په دې اړه څېړنه کوي چې، ولې ډېری هغه افغانان چې له جرمني سره یې کار کړی، له افغانستانه نه دي ایستل شوي او د اسلامي امارت له خوا له خطر سره مخامخ دي.
د جون په میاشت کې راپور ورکړل شوی و چې، شاوخوا ۱۲۰۰۰ افغانان چې له جرمني څخه یې د کډوالۍ د غوښتنلیکونو د منلو ژمنه ترلاسه کړې، هغه هېواد ته د تللو په تمه دي.
دغه راز يو شمېر افغان پناه غوښتونکي چې د جرمني د حکومت له خوا ورسره همکاري نه کېده، بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل