۰

یونس قانوني د افغانستان ژغورنې شورا له غړیتوبه لاس په سر شو

شنبی ۲ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۱
د افغانستان پخواني ولسمشر لومړي مرستیال او د ولسي جرګې پخواني رییس محمد یونس قانونيد افغانستان ژغورنې ملي مقاومت په نوم شورا له غړیتوبه لاس پر سر شوی دی.
یونس قانوني د افغانستان ژغورنې شورا له غړیتوبه لاس په سر شو
د افغانستان پخواني ولسمشر لومړي مرستیال او د ولسي جرګې پخواني رییس محمد یونس قانونيد افغانستان ژغورنې ملي مقاومت په نوم شورا له غړیتوبه لاس پر سر شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قانوني په خپله استعفا پاڼه کې ویلي، د هغه دلایلو چې د شورا په مخکنیو غونډو کې او اوس یې وړاندې کوي، له دغه شورا څخه خپل پرېکون اعلانوي.

نوموړي ویلي، هغه اختلافاتو ته په کتو چې د ملي یووالي د تحکیم، سولې او امنیت، د سیمه ییزه او نړیوالو اړیکو د تحکیم لپاره یې د مقاومت شورا د ارشدو غړو په دې وروستیو کې درلودل او ویې نه شوای کولی د هغو په حل کې یوې هوکړې ته ورسېږي، نو ځکه یې وړ وبلله، چې له دغه شورا څخه ووځي.

یونس قانوني په خپلو خبرو کې یادې شورا ته د خپلو ارمانونو د پوره کېدو هیله کړې او د هغوی له همکاریو یې مننه کړې.

د یادونې ده، چې د افغانستان ژغورنې ملي مقاومت شورا د اسلامي امارت واک ته رسېدو او بهر ته د پخواینو سیاسي مشرانو تر تښتې وروسته په ترکیه کې جوړه شوه.

د دغه شورا مهم غړي، عبدالرب رسول سیاف، عبدالرشید دوستم، محمد محقق، عطا محمد نور، یونس قانوني، صلاح الدین رباني، کریم خلیلي، سید منصور نادري او ځینې نورې وړې څېرې شتون لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي