د شریف خبرو ته د ضعیف غبرګون:

پاکستان ناولي لاسونه د افغان پر لمن پاکوي، باید مخه یې ونیول شي

2 میزان 1401 ساعت 12:21

پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر مولوي عبدالسلام ضیف د ملګرو ملتونو په عمومي غونده کې د افغانستان په اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی دی.


پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر مولوي عبدالسلام ضیف د ملګرو ملتونو په عمومي غونده کې د افغانستان په اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي ضعیف په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د شهباز شریف زهرجني او دروغجني خبري د یوې نوې دسیسي ښکارندویې کوې.

نوموړي زیاته کړې، دوی غواړي چې خپل ناولي لغوړن او خیرن لاسونه د افغان په لمن پاک کړي، اوهغه څه چې دوی د ابزارو په توګه استفاده کول په یوه بله طریقه استفاده کړي.
 
ښاغلي ضعیف په ټینګار سره ویلي، پکارده چې د یوې ستراتېژی په توګه د دغې دسیسې مطالعه وشي او بیا یې مخه ونیول شي.

مولوي عبدالسلام ضعیف زیاته کړې، چې په سیاست کې خوشباري ترټولو غلط سیاست دی.
 
د یادونې ده، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو ۷۷ مه عمومي غونډه کې ادعا کړې چې ترهګرۍ ډلې افغانستان کې فعالیت لري او دوی د نړۍ سره په ګډه په دې برخه کې اندېښنه لري.

که څه هم افغان حکومت تر اوسه په دې اړه کوم مستقیم غبرګون نه دی ښودلی، خو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیرخان متقي نن په یوه غونډه کې و ویل، ځینې استخباراتي کړۍ هڅه کوي، افغانستان نړیوالو ته د ترهګرۍ مرکز معرفي کړي.

د هغه په وینا دغه استخباراتي کړۍ هڅه کوي، چې په دې سره افغانستان منزوي کړي، خو وايي، دغه کړۍ به خپل ارمان ته ونه رسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 154619

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154619/

جمهور
  https://www.jomhornews.com