د امریکا سفارت وایي، دوی اوس هم له افغانستان سره تر ټولو ستر مرسته کوونکی هېواد دی او له تېر یوه کال راهیسې یې ۱،۱ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت نوې شارژدافیرې مېرمن کرن ډېکر پر خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي دي.
مېرمن ډېکر ویلي، له خپلو نړیوالو متحدینو، شریکانو او نړیواله برخه اخیستونکو ملګرو سره په ګډه د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي.
نوموړي زیاته کړې، په دې ستونزمنو شرایطو کی د افغانستان له خلکو سره د قطر دوامداره مرستې ورته د ستایلو وړ دي او دا په خپله په سیمه کی د سولې او ټیکاو لپاره د قطر د ژمنتیا يوه پیاوړي نښه ګڼل کېږي.
دا وايي، دامریکا متحده ایالات له افغانستان سره د بشرپاله مرستو یوازینی ستر تمویلونکی هېواد دی.
د هغې په وینا، د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې را هیسې یې هېواد له افغانستان سره د ۱،۱ میلیارد ډالرو څخه زیاته مرسته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا وړمه ورځ له افغانستان سره د ۳۲۷ میلیون ډالرو مرسته اعلان کړه.
جمهورخبري آژانس:کابل