۰
پاکستاني طالبان:

پاکستان خپله ترهګر روزي او ګاونډیان پرې ګواښ

یکشنبه ۳ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۶:۳۳
د پاکستان د طالبانو تحریک یا ټي ټي پي د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف هغه ادعا رد کړې چې د ملگرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د وینا پر مهال کړې ده.
پاکستان خپله ترهګر روزي او ګاونډیان پرې ګواښ
د پاکستان د طالبانو تحریک یا ټي ټي پي د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف هغه ادعا رد کړې چې د ملگرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د وینا پر مهال کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شریف په دغه غونډه کې ادعا کړې وه، چې افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه دي او ټي ټي پي چې د ده په وینا یوه ترهګره ډله له افغانستانه خپل فعالیتونه تنظیموی.

خو تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی په خپله سیمه کې مستقر دي او اړتیا نه لري له بله ځایه فعالیت وکړي.

دغه تحریک پر اسلام آباد تور پورې کړی چې اصلي تروریست د پاکستان پوځ او استخبارات دي چې وسله والې ډلې جوړوي او پالي یې تر څو افغانستان او خپل نور گاونډي هېوادونه پرې بې ثباته کړي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وړمه ورځ د ملګرو ملتونو سازمان په کلنۍ غونډه کې ویلي و، چې افغانستان کې ګڼې ترورېستي ډلې فعالې دي، چې دوی يې اندېښمن کړي دي.

د افغانستان اسلامي امارت هم د شریف دغه څرګندونې رد کړې او یو ځل یې بیا نړیوالو ته ډاډ ورکړ، چې دوی به اجازه ورنه کړي، چې افغان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکارول شي.

د شریف دغه څرګندونې سخت غبرګونونه راپارولي او ګڼ سیاسیون وایي، هغه هېواد چې په تېرو ۴۰ کلونو کې یې ترهګرې ډلې روزلې او پټنځایونه یې ورکړي او اوس هم هلته شته هڅه کوي، چې یو ځل بیا له نړیوالو په دې توګه مرستې تر لاسه او خپل هېواد له اقتصادي ستونزو وباسي.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم د شریف دغه څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي، چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې دي.

ښاغلي کرزي د شریف دغه څرګندونې ناسمه او له واقعیته لرې بللې بلکې ټینګار یې کړي، چې د کلونو کلونو پېښو دا ثابته کړې چې د مسئلې حقیقت کاملاً برعکس دی.
 
نوموړي زیاته کړې، افغانستان د تروریزم قرباني دی او د تروریستي ډلو ځالې له لسیزو راهيسې تر ننه پورې په پاکستان کې دي او د پاکستان د حکومت تر مستقیم حمایت لاندې له هغه ځایه د افغانستان په خلاف استعمالېږي.
 
ښاغلی کرزی د پاکستان حکومت ته توصیه کوي چې د افغانستان پر خلاف له نا سمو تبلیغاتو لاس واخلي او برعکس د یو نېک گاونډي په توگه د دواړو هېوادونو ترمنځ د حسنه او متمدنو روابطو د ایجاد لپاره کوښښ وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیرخان متقي پرون په یوه غونډه کې و ویل، ځینې استخباراتي کړۍ هڅه کوي، افغانستان نړیوالو ته د ترهګرۍ مرکز معرفي کړي.

د هغه په وینا دغه استخباراتي کړۍ هڅه کوي، چې په دې سره افغانستان منزوي کړي، خو وايي، دغه کړۍ به خپل ارمان ته ونه رسېږي.

تر دې وړاندې هندي چارواکو هم د شریف دغه څرګندونې رد کړې وې او ویلي یې و، دا چې پاکستان د ترهګرو ډلو د ملاتړ او روزنې له امله د مالي اقدام نړیوالې ډلې په خړ لېست کې دی او له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، په دغه ډول هڅو غواړي ځان له نړیوال فشار څخه خلاص کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي