۰

ملګرو ملتونو افغانستان سره د امریکا د تازه مرستې هرکلی وکړ

یکشنبه ۳ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۱
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت یا یوناما مرستیال د امریکا د تازه بشري مرستې هرکلی وکړ.
ملګرو ملتونو افغانستان سره د امریکا د تازه مرستې هرکلی وکړ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت یا یوناما مرستیال د امریکا د تازه بشري مرستې هرکلی وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رامز الاکبروف پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د افغانستان څانګه او اوچا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سخاوتمندانه مرستې منندوی دي.

نوموړي ویلي، دغه مرستې به په افغانستان کې د خلکو د اساسي اړتیاوو پوره کولو او د ژوند ژغورنې پر چارو ولګول شي.

د یادونې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوه ورځې وړاندې ویلي و، دوی په افغانستان کې د خلکو د بشري اړتیاوو پوره کولو لپاره د نږدې ۳۲۷ ملیون ډالرو په ارزښت اضافي بشري مرسته برابروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي