۰

ملا برادر د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس او ترکمنستان له سفیر سره کتلي

یکشنبه ۳ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۳
د افغانستان د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ټاپي ګاز نل لیکې کمپنۍ له اجرائیوي مشر او کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره کتلي دي.
ملا برادر د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس او ترکمنستان له سفیر سره کتلي
د افغانستان د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ټاپي ګاز نل لیکې کمپنۍ له اجرائیوي مشر او کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي برادر، محمد مراد امانوف او ترکمنستان د سفیر لیدنه نن یکشنبې د تلې ۳ مه کابل کې د ښاغلي برادر په دفتر کې شوې ده.
 
د ښاغلي برادر دفتر په خپله ټوېتر پاڼه لیکلي، چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي پروژې د هوکړه شویو مواردو پر عملي کولو او د نوموړې پروژې د عملي چارو د بهیر پر پیل هر اړخیزې خبرې وکړې.

ښاغلي برادر د افغانستان اوسنی وضعیت یو ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د ټاپي پروژې د پيل لپاره پوره چمتووالی لري او په دغه برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی.

د ټاپي ګاز نل ‌لیکې کمپنۍ اجرائیوي رئیس له ښاغلي برادر څخه مننه کړې، چې د ټاپي پروژې د رهبرۍ کمېټې لپاره د افغانستان له لوري مشري کوي.

نوموړي ویلي، په نېږدې راتلونکي کې به د دولتونو په سطحه د ټاپي پروژې د رهبرۍ کمېټې غونډه په عشق‌آباد کې ترسره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي