۰

دلاور: د کانونو قراردادونو کې  کورني شرکتونو ته لومړیتوب ورکوو

دوشنبه ۴ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۶:۰۴
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپست شیخ شهاب الدین دلاور وايي، د کانونو د قراردادونو په ورکولو کې کورنیو شرکتونو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
دلاور: د کانونو قراردادونو کې  کورني شرکتونو ته لومړیتوب ورکوو
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپست شیخ شهاب الدین دلاور وايي، د کانونو د قراردادونو په ورکولو کې کورنیو شرکتونو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي دلاور ویلي، هڅه کوي د کانونو په برخه کې بهرنۍ پانګونه راجلب کړي او هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې د صنایعو او کانونو خونه وايي، د کانونو د قراردادونو په ورکولو کې باید لومړیتوب هغو شرکتونو ته ورکړل شي چې په هېواد کې دننه پروسس کوي.

افغانستان ډیرې کاني زېرمې لري خو د هېواد ستر کانونه لا هم استخراج شوي نه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي