د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د سېکانو او اهل هنودو یوې ۵۵ کسیزې ډلې افغانستان پرېښود او په یوه چارټر شوې الوتکه کې نوي ډیلي ته ورسېدل.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې انډیا ټوډې ورځپاڼې ویلي، دغه ډله چې ۳۸ لویان او ۱۷ ماشومان پکې شامل دي، پرون د اندرا ګاندي نړیوال هوايي ډګر کې ته ورسېدل.
د راپور له مخې، په جون میاشت کې د کابل په کارته پروان کې د سېکانو او اهل هنودو پر درمسال تر برید وروسته شاوخوا ۶۸ تنه سېکان او اهل هنود له افغانستان څخه وتلي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل