۰

ازبکستان: د افغانستان انزاوا کول سمې او نړۍ ته ښې پایلې نه لري

دوشنبه ۴ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۶:۱۲
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف خبرداری ورکړی، چې د افغانستان انزوا ته وړل د سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه نه دی.
ازبکستان: د افغانستان انزاوا کول سمې او نړۍ ته ښې پایلې نه لري
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف خبرداری ورکړی، چې د افغانستان انزوا ته وړل د سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه نه دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي نوروف ټینګار کړی، چې نړيواله ټولنه دې تر هر څه د افغانستان د اقتصاد ژغورلو ته لومړيتوب ورکړي.

ښاغلي نوروف په تازه څرګندونو کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې دې د اقتصادي حالت د ژغورلو لپاره پر زيربنايي پروژو تمرکز وشي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی، چې د افغانستان انزوا کول به د سیمې او نړۍ د هېوادونو ته ښې پايلې ونه لري.

د یادونې ده، دوه ورځې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په یوه غونډه کې ویلي و، چې ځینې استخباراتي کړۍ هڅه کوی، افغانستان نړۍ ته د ترهګرو مرکز معرفي کړي او انزوا ته یې بوزي.

ښاغلي متقي هم خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان انزوا کول نه د سیمې په ګټه دي او نه هم د نړۍ د هېوادونو، بلکې په وینا یې یو باثبات او په خپلو پښو ولاړ افغانستان د ټولو په ګټه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي